د ارمنستان او اذربایجان د اوربند پر تطبیق د څارنې ګډ مرکز فعالیت پیل کړ

نګورنو قره‌باغ کې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ جګړه

د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د تېر کال نومبر میاشتې د اوربند تړون پر تطبیق د ترکیې او روسیې د څارنې ګډ مرکز خپل فعالیت پیل کړ.

د اغدام په سیمه کې دغه مرکز پرون د هغو ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو چې د اذربایجان او د سیمې د دوو قدرتونو روسیې او ترکیې لوړپوړو دفاعي چارواکو ګډون په‌کې کړی وو.

اغدام د اذربایجان هغه سیمه ده چې له څو لسیزو راهیسې د ارمني ځواکونو په لاس کې وه، خو په وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ له شپږو اوونیو جګړو وروسته دا سیمه اذربایجان ته وسپارل شوه.

د نګورنو قره‌باغ لانجمنې سیمې پر سر د اذربایجان او ارمنستان دا جګړه چې تر پخوانیو هغو خونړۍ یاده شوې، د مسکو په منځګړیتوب د اوربند پر هوکړې پای ته ورسېده.