چین د نوي نسل لومړنیو هستوي ري اکټورونو سوداګریز فعالیت پیل کړ

ارشیف، د چین بیرغ

د چین چارواکو ویلي، په جنوب ختیځ بندري ولایت فوجیان کې یې د نوي نسل لومړنیو هستوي ري اکټورونو سوداګریز فعالیت پیل کړی دی.

دې ري اکټورونو چې په فواکینګ ښار کې جوړ شوي، پرون فعالیت پیل کړ.

د چین د ملي هستوي شرکت مشر یوجیافینګ ویلي، له دې سره چین په نړۍ کې د درېیم نسل هستوي تکنالوژۍ د لومړنیو هېوادونو لکه امریکا، فرانسې او روسیې په کتار کې ودرېد.

متخصصان وایي، په ورځني ډول د چین د زیاتېدونکو هستوي فعالیتونو یو هدف په ټوله نړۍ کې د څو میلیاردو ډالرو په ارزښت زېربنایي پروژو په اړه د سیالۍ زیاتول دي.