ملي امنیت ځواکونو د کابل لپاره د طالبانو نومول شوی والي نیولى

آرشیف

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، د کابل لپاره د طالبانو د نومول شوی والي نیول شوی دی.

دغه ریاست نن په یوه اعلامیه کې وویل، محمد چې په حاجي لالا مشهور و، د میدان وردګ، ننګرهار، لوګر، پروان او کابل لپاره د پوځي مسوول په توګه دنده ترسره کوله.

د اعلامیې په وینا، دغه مشکوک کس په دغو پنځو ولایتونو کې د هدفي وژنو، ترورونو او ناامنیو به اړه د طالبانو نورو مشرانو ته لارښوونې کولې.

وسله والو طالبانو لا د دې موضوع په اړه تبصره نه ده کړې.