د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سولې مذاکرو د بل پړاو د ځنډ مسوولیت پر طالبانو واچاوه.
د دغه وزارت ویاندې ناجیې انوري نن شنبه (د سلواغې ۱۱مه) رسنیو ته په لېږلي پیغام کې وویل، د دولت مذاکره کوونکی هیئت، له لومړۍ ورځې د مذاکرو اصولو ته ژمن دی: "مقابل لوری تر اوسه د مذاکرو مېز ته کښېناستلو ته حاضر نه دی. له دې امله په روانه جګړه او تاوتریخوالي کې د ملکي وګړو د تلفاتو بدې پایلې د هغو کسانو پر غاړه دي چې د سولې مذاکرو په بهیر کې د ځنډ لامل دي."
په پام کې وه په قطر کې د دولت او طالبانو مذاکره کوونکي د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې بیا مذاکرو ته کښېني، خو تر اوسه په دغو مذاکرو کې د بحثونو د پرمختګ راپور نه دی ورکړل شوی.