د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خپل پاکستاني سیال سره د امریکايي خبریال ډېنیل پرل د وژنې په قضیه کې د اصلي تورن احمد عمر سعید شېخ او نورو ښکېلو کسانو په تړاو خبرې کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویلي چې انتوني بلېنکین له شاه محمود قریشي سره په دې خبرې کړي چې څنګه د پرل د تښتونې او وژنې په قضیه کې د دغو ښکېلو "ترهګرو" د مسوول ګرځولو خبره یقیني شي.
د اعلامیې له مخې ښاغلي بلېنکین د پرل په قضیه کې د ښکېلو تورنو کسانو د خوشې کولو په باب د پاکستان د سترې محکمې د حکم په تړاو د متحده ایالتونو اندېښنې یادې کړي دي.
تردې مخکې د سېند حکومت هم د پاکستان له سترې محکمې غوښتي چې د امريکايي خبريال ډېنييل پرل د وژنې په قضیه کې د اصلي عامل احمد عمر سعيد شېخ د خوشې کولو پريکړې ته بيا کتنه وکړي.
د سېند حکومت څارنوال فېض شاه ويلي دي چې سترې محکمې ته یې د جنورۍ په ۲۹ مه غوښته کړې ده.
د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې خبريال ډېنييل پرل په ۲۰۰۲میلادي کال کې په کراچۍ کې له تښتولو وروسته وژل شوی و.
د پاکستان سترې محکمې درې کسیزې جرګګۍ د جنورۍ پر ۲۸مه د پرل په وژنه تورن احمد عمر سعید شېخ او له ده سره درېيو نورو تورنو کسانو د خوشې کولو امر وکړ.