امریکا پخوانی ډیپلوماټ "رابرټ مالي" د ایران لپاره ځانګړى استازى نوموي

رابرټ مالي

امریکايي چارواکي وايي، د جوبایډن نوې اداره غواړي پخوانی ډیپلوماټ رابرټ مالي د ایران لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه ونوموي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر بایډن او د بهرنۍ پالیسۍ په چارو کې د ده همکاران د ډونالډ ټرمپ د جمهوري ریاست په دوره کې له ایران سره په اړیکو کې له څو کلن کړکېچ وروسته د دې هېواد لپاره پر نوې تګلاره کار کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي او څو نورو باخبره کسانو پرون د جنوري په ۲۸مه نېټه وویل، تمه ده چې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکېن به نن جمعه د پخواني ولسمشر بارک اوباما د ملي امنیت همکار ښاغلی مالي د ایران لپاره د ځانګړي استازي په توګه ونوموي.