پنتاګون: طالبانو له امریکا سره د کړې هوکړې ژمنې عملي کړي نه دي

آرشیف، په قطر کې د طالبانو استازي

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، وسله وال طالبان باید پر خپلو هغو ژمنو عمل وکړي، چې تېر کال یې له امریکا سره په شوې هوکړه کې کړې وې.

د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو تېر کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه په قطر کې موافقه لاسلیک کړې ده.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي پرون خبریالانو ته وویل: "وسلوالو طالبانو خپلې هغه ژمنې چې د اورکم لپاره او له القاعده سره د اړیکو پرې کولو په برخه کې یې کړې وې، نه دي پرځای کړي."

د امریکا د دفاع وزارت ویاند زیاته کړه له ټروریزم سره د اړیکو پرې کولو او پر افغان امنیتي ځواکونو د خونړیو حملو له بندولو پرته به د سوله ییزې پخلاینې مشخصه لاره ډېره ګرانه وي.

په دې وروستیو کې افغان او امریکايي چارواکو ویلي چې طالبانو له القاعده شبکې سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړي.