"چین ته د افغانستان په صادراتو کې ۸۶ سلنه زیاتوالی راغلی"

آرشیف

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، چې چین ته د افغانستان په صادراتو کې په سلو کې ۸۶ زیاتوالی راغلی.

دې وزارت پرون د سلواغې په نهمه د افغانستان د ګمرکونو د ادارې د ارقامو په اساس وویل، چې په تېر ۲۰۲۰ کال کې افغانستان چین ته د ۵۴ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات درلودل په داسې حال کې چې په ۲۰۱۹ کال کې دا رقم یوازې ۲۹ میلیون ډالر و.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د معلوماتو له مخې تېر کال افغانستان چین ته ځنغوزي، پخته، وچه میوه، قیمتي ډبرې او ځینې نور اقلام صادر کړي دي.