ایران ١٧ کیلوګرامه یورانیم تولید کړي

د ايران په قم کې د يورانيمو يوه بټۍ November 6, 2019

ایران اولس کیلوګرامه یورانیم چې په سلو کې شل غني شوي، تولید کړي دي.

د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف پرون له فردو اټومي بټۍ څخه د لیدنې پرمهال دا اعلان وکړ.

هغه وویل: "که څه هم پخوانی بحث په کال کې د ۱۲۰ کیلو ۲۰ فیصده غني شویو یورانیمو و، خو اټومي اداره مو له یوې میاشتې په لږه موده کې وتوانېده چې نژدې اولس کیلوګرامه یورانیم غني کړي یعنې له ټاکلي مهالوېش څخه مخکې دي."

په ډسمبر میاشت کې د ایران سخت دریځي پارلمان په یوه لایحه کې د دې هېواد اټومي ادارې ته دنده وسپارله چې په کال کې ۱۲۰ کیلوګرامه شل فیصده غني شوي یورانیم تولید کړي.

د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې ویاند بهروز کلام وندي د قالیباف دا څرګندونې تایید کړې او په یوه بیان کې یې وویل، چې دا هېواد اوس د شل فیصده غني شویو یورانیمو اولس کیلوګرامه زېرمه لري.

د ۲۰۱۵ کال د اټومي موافقې په اساس ایران د نړیوالو بندیزونو د لیرې کېدو په بدل کې، د یورانیمو د غني کولو په ګډون باید خپل اټومي فعالیتونه محدود کړي وای خو په ۲۰۱۸ کال کې، وروسته له دې چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډټرمپ له دې موافقې څخه د امریکا وتل اعلان کړل ایران هم د دې تړون له شرایطو سرغړونې پیل کړې.