کابل کې د جوجیتسو د لوبڅارانو سیمینار پیل شو

ارشیف، جوجیتسو لوبه، عکس تئزیني بڼه لري

د جوجیتسو د لوبڅارانو سیمینار په کابل کې د ملي المپیک د کمېټې د رهبرۍ په موجودیت کې پیل شو.

د المپیک ملي کمېټه وايي چې دغه سیمینار د لوبڅارانو د لاپوهاوي په موخه د ۲۷ تنه داوطلبانو په ګډون دوه ورځې ادامه مومي.

د دغو لوبو هدف د جوجیتسو لوبې ته د لوبغاړو پاملرنه او د دغې لوبې وده ښودل شوې ده.