د ایران د ملي امنیت شورا ته د افغانستان د لوی درستیز غبرګون!

د افغانستان لوی درستیز یاسین ضیا

د افغانستان لوی درستیز د ایران د ملي امنیت عالي شورا د منشي علي شمخاني هغو خبر ته غبرګون ښودلی چې ویلې یې دي، طالبان او د دغې ډلې مشران له امریکا سره مبارزې ته ژمن دي.

لوی درستیز یاسین ضیا نن پنجشنبه (د سلواغې ۹مه) د شمخاني له ټویټ سره لیکلي: "د ایران د ملي امنیت عالي شورا د منشي په توګه د افغانستان د جګړې په اړه ستاسې درک ناسم دی."

ښاغلي ضیا خپل دې ټویټ کې وړاندې لیکلي، طالبان د امریکا نه، بلکې د افغانستان د خلکو پر ضد جنګېږي.

ایران ته د طالبانو د یوه پلاوي له سفر سره هم مهاله علي شمخاني ویلي، طالبانو سره له ملاقات وروسته ورته څرګنده شوې چې دغه ډله له امریکا سره مبارزې ته ژمنه ده.

شمخاني ویلي، د طالبانو هغه غړي هم له امریکا سره له مبارزې لاس نه دی اخیستی چې ۱۳ کلونه یې تر شکنجې لاندې ګوانتانامو زندان کې تېر کړي دي.

د افغانستان د ولسمشر سلاکار شاه حسین مرتضوي هم ویلي: "تېر یوه کال کې پر هېڅ امریکایي برید نه دی شوی او د افغانستان د خلکو د وژنې لپاره باید د طالبانو اراده ونه ستایل شي."