"افغانستان فساد سره د مبارزې په برخه کې ۱۹ امتیازه ترلاسه کړي"

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د روڼتیا نړیوال سازمان وایي، افغانستان له فساد سره د مبارزې په برخه کې د ۱۹ امتیازونو په درلودو، په فساد د ککړو ۱۸۰ هېوادونو په ۱۶۵مه پوړۍ کې دی.

د دغه سازمان د ۲۰۲۰ کال راپور ښيي چې افغانستان له فساد سره د مبارزې په برخه کې تېرکال ته په کتو، ښه ځای لري.

۲۰۱۹ کال کې افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې د فساد له اړخه ۱۷۳م ځای درلود.

په راپور کې راغلي، افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د کورونا وبا پر مهال د روغتیایي خدمتونو د رسېدو په چارو کې یې فساد شوی دی.