چارواکي: بغلان کې د طالبانو پر یوه زندان عملیاتو کې له ۳۰ تنو زیات ازاد شول

ارشیف، بغلان کې د طالبانو له یوه بل زندانه یو شمېر خوشې شوي کسان

چارواکي په بغلان ولایت کې د طالبانو د یوه زندان د ماتېدو او له هغه له ۳۰ زیاتو بندیانو د ازادېدو خبر ورکوي.

د ۲۱۷ پامیر قول اردو په دې اړه نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ځانګړو کمانډو ځواکونو تېره شپه د طالبانو پر دغه زندان د ډنډ شهاب‌الدین په سیمه کې عملیات ترسره کړل چې په نتیجه کې یې د امنیتي ځواکونو ۱۲ غړي او ۲۰ ملکي وګړي له دې زندانه ازاد کړل.

دغه‌راز ویل شوي چې ځواکونو دغه زندان بشپړ ویجاړ کړ.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ويلي.