ارګ: د باختر ګنجینې د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې بې‌ځایه او د "تأسف" وړ دي

د باختر ګنجینې د قیمتي توکو یوه نمونه

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د باختر ګنجینې د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې بې‌ځایه او د "تأسف" وړ دي.

ارګ پرون وروسته تر دې په دې اړه اعلامیه ورکړه چې د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني وویل، دغه ګنجینه خوندي نه‌ده او د مصونیت لپاره‌یې باید له هېواده بهر ولېږدول شي.

د ارګ په اعلامیه کې راغلي، "باختر ګنجینه د افغانانو له لویو پانګو څخه ده چې د تاریخ په لوړو ژورو کې هغه مهال چې د هېواد پانګې لوټ شوې، خوندي پاتې شوې ده".

ارګ ویلي، دغه قیمتي ګنجینه د افغانستان د خلکو ملکیت دی او بل هېواد ته‌یې د سپارلو وړاندیز غیر مسؤلانه او د هېواد د ګټو خلاف دی.

باختر ګنجینه (یا د افغانستان د سرو زرو تاریخي زېرمه) د نړۍ له پنځو لویو ګنجینو څخه ده او څه باندې ۴۰ کاله مخکې په افغانستان کې کشف شوه.

دا زېرمه افغانستان ته تاریخي او معنوي ارزښت لري او پر دغې سیمې د یونان د حاکمیت له میراثونو ګڼل کېږي.