د کورنیو چارو وزارت: طالبانو د مقناطیسي ماینونو "وحشي کمپاین" پیل کړی

ارشیف، کابل کې پر یو پوځي موټر شوې ماین چاودنه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، طالبانو کابل کې د دوی په ټکو د مقناطیسي ماینونو "وحشي کمپاین" پیل کړی او په شدت سره روان دی.

دا څرګندونې د دغه وزارت مرستیال صدیق صدیقي پرون ماښام وروسته تر دې وکړې چې په یوه ورځ دې ښار کې دوه چاودنې وشوې او د درېیمې هغې مخه ونیول شوه.

صدیقي پر ټویټرپاڼه لیکلي، امنیتي ځواکونو د دغو ماینونو د ایښودو پر مهال یو شمېر طالبان نیولي او په خبره‌یې، هڅه کوي چې دغه کمپاین په بشپړ ډول شنډ کړي.

له تېرو څو اوونیو راهیسې نږدې هره ورځ کابل ښار کې چاودنې کېږي چې تر ډېره دولتي موټر په نښه کوي.

طالبانو تر اوسه د حکومت د دغې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.