اوکراین امریکا او ځینو اروپايي هېوادونو ته زیان اړوونکي هکران ونیول

ارشیف

د اوکراین چارواکي وایي، د هکرانو داسې یوه ډله‌یې پېژندلې چې د ځینو اروپایي هېوادونو کمپیوټري شبکو او د امریکا بانکونو ته‌یې ۲،۵ میلیارده ډالره زیان اړولی دی.

د اوکراین د عمومي څارنوال دفتر پرون چهارشنبه وویل، دغه هکران له ۲۰۱۴ کال راهیسې د ځینو سافټ ویرونو په مرسته په اتریش، بریتانیا، جرمني، لتوانیا، هالند، سویس او امریکا کې کمپیوټري سیستمونو ته ننوتلي دي.

دغه دفتر ویلي، په خارکیف ښار کې د پولیسو د عملیاتو په پایله کې د همدې هکرانو کمپیوټر او نور تجهیزات ضبط شوي دي.

ویل شوي چې په دې تړاو د اروپایي ټولنې د عدلي نظام، نړیوالو پولیسو او جرمني کې د قانون د تنفیذ د مراجعو له‌خوا څېړنې شوې دي.

د دې پېښې په تړاو تر اوسه ډېر جزئیات نه‌دي خپاره شوي.