په نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر له سلو میلیونو واوښت

په روسیه کې په کرونا ویروس د اخته کسانو درملنه کېږي. ارشيف

په نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر له سلو میلیونو اوښتی دی.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې څه باندې سل میلیونه او دوه لکه او اویا زره انسانان په کرونا ويروس اخته شوي، چې له ډلې یې څه باندې دوه میلیون او یو لک پنځوس زره کسان مړه شوي دي.

امریکا د ډېرو مثبتو پېښو او زیاتو مړینو په لحاظ په سر کې ده.

هلته د ټولو مثبتو پېښو شمېر له پنځه ویشت نیم میلیونو اوښتی چې له ډلې یې څه باندې څلور لکه او پنځه ویشت زره کسان مړه شوي.

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د کرونا ضد واکسین لګول هم پيل شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د نړۍ ګوټ ګوټ ته د کرونا د واکسین د رسولو په برخه کې د همغږۍ او یووالي غوښتنه کړې ده.