د امریکا ولسمشر جوبایډن له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره غږېدلی

د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او چپ لور ته د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا متحده ایالتونو نوي ولسمشر جوبایډن له خپل روسي سیال ولادمیرپوتین سره په څو مهمو مسئلو ټيلیفوني غږېدلی.

د راپورونو له مخې پرون ښاغلي بایډن د ولسمشر په توګه له پوتین سره په خپله لومړنۍ ټیلیفوني مکالمه کې د کرونا وبا د خپرېدو، د الکسي ناوالني د نیول کېدو، د ایران د اټومي تړون او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وژلو لپاره د انعام ټاکلو په احتمالي راپورونو خبرې کړي.

د امریکا د ولسمشر ویاندې جن ساکي (جنیفر رنې) څو ورځې دمخه واضح کړې وه چې د دوی اداره به په افغانستان کې د روسیې له خوا د امریکايي ځواکونو د وژلو پر سر د انعام ټاکلو د موضوع د څېړنې لپاره یوه ډله وګماري.

سپينې ماڼۍ په یوه بیان کې د بایډن او پوتین د پرونۍ ټیلیفوني مکالمې په اړه ویلي، ولسمشر بایډن واضح کړه چې متحده ایالتونه له خپل ځانه په دفاع سربېره به د امریکا او د دغه هېواد د متحدینو ملي ګټو ته د روسیې د زیان رسوونکو اقداماتو په وړاندې پرېکنده غبرګون وښيي.

د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ کرملین هم په یوه جلا اعلامیه کې ویلي، چې پوتین او بایډن له پرانیستي اسمان هوکړې د امریکا په یو اړخیز وتلو او له ایران سره د اټومي تړون د ساتلو په ستونزو خبرې کړي دي.