افغان کرکټ ملي ټیم له ایرلنډ درېیمه یو ورځنۍ نړیواله لوبه هم وګټله

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د دغو سياليو اتلولۍ خپله کړه.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم له ایرلنډ څخه د کرکټ درېیمه یو ورځنۍ نړیواله مسابقه هم وګټله.

پرونۍ لوبه افغانستان پیل کړه، چې په پنځوسو اوورنو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو مقابلې لوبډلې ته د ۲۶۷ منډو هدف وټاکه.

ایرلنډ ونه توانېد ورکړل شوی هدف پوره کړي، ټول لوبغاړي یې په داسې حال کې وسوځېدل چې اته څلوېښتم اوور روان و او د ګټلو لپاره ۳۶ نورې منډې ورته په کار وې.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادۍ راډیو ته وویل، افغانستان ۳۰ نومرې ترلاسه کړې.

هغه زياتوي: "افغانستان په درېیمه لوبه کې هم د ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډله ماته کړله او ویې کړای شول نړیوال جام ته د لار موندنې په درجه بندۍ کې په ټوله کې ۳۰ نومرې ترلاسه کړي."

دغه درې یو ورځنۍ یا پنځوس اووره نړیوالې مسابقې په متحده عرب اماراتو کې وشوې.