په جرمني کې محکمې د تاجکستان یو پناه غوښتونکی په ۷ کاله بند محکوم کړ

د جرمنيد يوې محکمې مخه

په جرمني کې یوې محکمې د تاجکستان یو پناه غوښتونکی د اسلامي دولت ډلې یا داعش د غړیتوب، په جرمني او په البانیا کې د حملو د طراحۍ په تور په ۷ کاله بند محکوم کړ.

څارنوالانو رفشان بي، چې د جرمني د محرمیت د قوانینو له مخې یې تخلص پټ ساتل شوی، د تاجکستان د وګړو د هغې ډلې رهبر یاد کړی، چې په جرمني کې یې د یوې تروریستي کړۍ د ایجاد هڅه کوله.

د محکمې تر پروني حکم مخکې دغه ۳۱ وګړي د نسبي اعتراف تر څنګ محکمې ته عذر وکړ، چې پر ټولو کړو هڅو پښېمانه دى.