جرمني د ټولو نړیوالو الوتنو پرمخ د هوايي قلمرو پر بندولو غور کوي

د فرانکفورت د هوايي ډګر يوه څنډه

جرمني پر دې غور کوي، چې د ټولو نړیوالو الوتنو پرمخ خپل هوايي قلمرو کاملاً بند کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هورست زیهوفر پرون سې شنبه وویل، دا اقدام د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره کېږي.

زیهوفر له بیلډ ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: "د کرونا ويروس د بڼې بدلېدو ګواښ موږ اړ ایستلي یو چې پر داسې یوه جدي اقدام غور وکړو."

جرمني په خپلو سرحدونو کې هم د سخت کنټرول پر وضع کولو غور کوي، په ځانګړي ډول د هغو هېوادونو پر پوله چې د کرونا ويروس مثبتې پېښې په کې زیاتې دي.

په جرمني کې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر تر دوو ملیونو او یو لک او ۵۰ زرو اوښتی او په دې وایروس د مړو شمېر په کې تر ۵۳۰۰۰ زیات دی.