ارزګان چارواکي: ترینکوټ کې غبرګو چاودنو دوه ملکیان وژلي

د چاودنې له ځایه د ترینکوټ روغتون ته راوړل شوي ټپیان

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې غبرګو چاودنو ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

د ارزګان ولایت د رسنیز دفتر د خبرپاڼې له مخې دې چاودنو دوه ملکیان ووژل او د درېیو پولیسو په ګډون یې ۱۳ ملکي کسان ټپیان کړل.

دغه اعلامیه کې راغلي چې چاودېدونکي توکي پر یوه موټر سایکل بار و چې له امله یې دا پېښه رامنځته شوه.

خبرپاڼه کاږي، لومړی چاودنه د ترینکوټ ښار د منار څلور لاري د پولیسو یوې پوستې ته نږدې وشوه، کله چې خلک پر ټپیانو ورټول شول، سمدستي د موټر سایکل بم چاودنه وشوه.

هاخوا د ارزګان ولایت د ولایتي روغتون رئیس امین الله توخي ازادي راډیو ته وویل، د پېښې له ځایه ورته ۹ کسان ور وړل شوي چې یو په کې وژل شوی او ۸ نور ټپیان دي.

نوموړی وايي، ټپیانو کې ۶ تنه ملکي وګړي دي او دوه نور هغه یې پولیس دي چې ده د ټپیانو روغتیايي حالت ناسم ښودلی.

خو سیمه کې عیني شاهدان دا هم وايي، دغه پېښه کې دوه نور پولیسان هم وژل شوي دي.

د ارزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ مسولین هم پیښه تائیدوي او وايي چې ملکي خلکو او پولیسو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې خو وايي، د کره شمېر په اړه يې معلومات نه لري.

د دغه پېښې مسولیت تراوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.