لوګر پولیس: د طالبانو له زندانه ۲۲ کسان خوشې شول

ارشیف، افغان پولیس د عملیاتو پر مهال

افغان ځواکونه په لوګر کې د طالبانو له زندانه د ۲۲ کسانو د خوشې کېدو خبر ورکوي.

د لوګر د پولیسو ویاند شاپور احمدزی وایي: "امنیتي ځواکونو تېره شپه د لوګر چرخ ولسوالي کې د ځانګړیو عملیاتو پر مهال اووه تنه امنیتي کسان او پنځلس ملکیان د طالبانو له یوه زندانه خوشې کړل."

ښاغلي احمدزي زیاته کړه چې د دې عملیاتو پر مهال درې طالبان نیول شوي هم دي.

طالبانو د دې زندان د ماتېدو په اړه څه نه دي ویلي.