د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو پر سوله او سوداګرۍ بحث کړى

د عکس ښي لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او چپ لور ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر

د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو پر دوه اړخیز تجارت او د افغانستان د سولې پر پروسه بحث وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون ناوخته په یوه ټویټ کې ویلي، چې له محمد حنیف اتمر سره یې د سیمې د ثبات لپاره د همکارۍ پر دوام هم خبرې وکړې.

دا ټلیفوني خبرې په داسې حال کې کېږي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د شاه محمود قریشي پر تازه څرګندونو انتقاد کړی و.

شاه محمود قریشي تېره اوونۍ په یوه مرکه کې ویلي وو: "د پاکستان حکومت هیله من دی، چې د امریکا نوی حکومت به د افغانستان سولې د خبرو بهیر او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ویستلو لړۍ روانه وساتي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، د پاکستان حکومت باید طالبان د تاوتریخوالي د کمولو د ژمنې عملي کولو او سراسري اوربند ته وهڅوي.