افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي ټیمونه نن سې شنبه په خپلو کې درېیمه یو ورځنۍ یا پنځوس اووره نړیواله مسابقه کوي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادۍ راډیو ته وویل، د افغانستان لوبغاړي دغسې مسابقې ته چمتووالی لري.
هغه زياتوي:*"ټاکل شوې نن د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ایرلنډ د کرکټ له ملي لوبډلې سره د کاردان پوهنتون جام سیالیو درېیمه نړیواله پنځوس اووره سیالي ترسره کړي. ټولې لوبې د افغانستان په کوربه توب کېږي. افغان لوبغاړي نننۍ مسابقې ته پوره چمتووالی لري."
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم دغه لوبلړۍ چې په متحد عرب اماراتو کې ترسره کېږي، د دوو مخکنیو مسابقو په ګټو سره ګټلې ده.