ایران د سګنال په نوم د پیغامونو استولو اپلکېشن او سایټ فلټر کړی

ارشیف

د پیوست په نوم د ایران یوې خپرونې راپور ورکړی چې ایران د سګنال په نوم د پیغامونو استولو اپلکېشن او سایټ فلټر کړی دی.

دغې میاشتنۍ خپرونې پرون راپور ورکړ، چې اوس خلک په ایران کې له فلټرماتوونکو سافټویرونو پرته د سګنال په نوم اپلکېشن او ویبسایټ نه شي کارولی.

پرون تر دې مخکې د انټرنټي شبکو یوې څارونکې ډلې ویلي وو، داسې ښکاري چې ایران د سګنال اپکېشن بندول پیل کړي دي.

د ایران چارواکو د سګنال اپ د بندولو د پرېکړې په اړه په عامه څرګندونې نه دي کړي.

وروسته له هغې چې د واټس اپ د محرمیت په پالیسۍ کې یو لړ بدلونونه راغلل او له مخې یې واټس اپ په حقوقي لحاظ اجازه لري د استفاده کوونکو معلومات له اړوند شرکت فېسبوک سره شریک کړي، ګڼو ایرانیانو د پیغامونو استولو د بل اپلکېشن سګنال کارولو ته مخه کړه.