د ګوګل کمپنۍ کارکوونکي په ټوله نړۍ د کارګرانو اتحادیه جوړوي

ګوګل

د ګوګل کمپنۍ کارکوونکي په ټوله نړۍ کې د کارګرانو اتحادیه جوړوي.

دا اقدام وروسته له هغې کېږي چې د ګوګل او د هغه بل اړوند شرکت الفابت ځینو څانګو څو اوونۍ مخکې د امریکا د متحدو ایالتونو او کاناډا د دفترونو لپاره د کارګرانو یو اتحادیه جوړه کړه.

د الفا ګلوبل په نوم دغه اتحادیه د UNIپه نوم له نړیوالې کارګري اتحادیې سره په هغږۍ ایجاد شوې، چې د نړۍ په سطحه د شا و خوا ۲۰ ملیونه کارګرانو استازیتوب کوي.

UNIوايي، د امریکا تر څنګ، د جرمني، سویس، سویس او بریتانیا کارګري اتحادیې هم په کې شاملې دي.

د دې اتحادیې سرمنشي مېرمن کریستي هوفمن وویل، په الفابت شرکت کې ستونزې چې د همدې شرکت زېږنده دي، په یوه هېواد پورې نه محدودېږي، بلکې په نړیواله سطحه یې باید په وړاندې اقدام وشي.

الفابت شرکت د دغو څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې.

نړیوالې کارګري اتحادیې پر ګوګل تور لګولی چې پر جنسي ځورونو او نورو ناوړه استفادو سترګې پټوي.