د سعودي عربستان موډلانو پرون د دې هېواد په پلازمېنه ریاض کې د بلجیم د سفارت په انګړ کې د لامبو د یوه حوض په غاړه د جامو یوه ننداره یا فیشن شو اجراکړه.
دغه موډلانې چې دودیزې عبایا جامې یې په تن وې، په نوې بڼه د یوې عصري مېرمنې لپاره د دغو جامواغوستل یې نندارې ته وړاندې کړل.
د بلجیم د سفارت له خوا تنظیم شوې دغه ننداره کې د سعودي د ملکې صفیه حسین له خوا ډیزاین شوې جامې چې د سعودي د کلتور تر نفوذ لاندې د لویدیځ د مختلفو ډولونو یوګډ ترکیب دی، وښودل شوې.
د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان له خوا پر ښځو د موټرچلولو د بندیز د لیرې کولو په ګډون ټولنیز چټکو بدلونونو چې په دې وروستیو کلونو کې عملي شوي، په دې هېواد کې د ښځو له خوا د جامو دا ډول نندارې ته لاره پرانیستې ده.