په غزني کې د سرې میاشتې د ټولنې پرکارکونکو په وسله وال برید کې د دې ټولنې دوه تنه کارکوونکي ټپیان شوي دي.
په سیمه کې د دغې ټولنې رييس سمیع الله صدیق نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه برید نن غرمه مهال د دوی د هغو کارکونکو د موټرو پر کاروان شوی چې په قره باغ ولسوالۍ کې د بشرپالنې د خدمتونو تروړاندې کولو وروسته بېرته راګرځېدل.
هغه زياتوي: "د کابل ـ کندهارپه عومي سړک باندې، غزني ښار ته څېرمه د نوغي په کلي کې پرې وسله وال برید شوی چې له بده مرغه زموږ دوه تنه همکاران ټپیان دي او موټرو ته هم زیان رسېدلی دی."
ښاغلی صدیق زیاتوي، چې کارکونکي یې سیمې ته له دواړو اړخونو، حکومت او طالبانو سره له همغږۍ وروسته تللي و او په دې اړه چې دغه برید چا یا کومې ډلې پرې کړی، پلټنه کوي.