شاهین قول اردو: بلخ کې ۱۱ وسله‌وال طالبان ووژل شول

ارشیف، بلخ کې د شاهین قول اردو عملیات

د ۲۰۹ شاهین قول اردو په بلخ کې طالبانو ته د مرګ‌ژوبلې خبر ورکوي.

دې قول اردو نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې تېره شپه طالبانو د دې ولایت په شولګره ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل چې د درېیمې لوا د کمانډو د درېیم کنډک پوځیانو هغه په شا وتمبول او د نښتو په پایله کې ۱۱ طالبان ووژل شول او ۶ نور یې ټپیان شول.