اندونیزیا د تېلو یو ایرانی ټانکر او د پاناما یوه بېړۍ ضبط کړي

اندونیزیا کې نیول شوې ایرانۍ او د پانامه بېړۍ

اندونیزیا وایي، د دې هېواد په جنوب ختیځو اوبو کې یې د تېلو یو ایرانی ټانکر او د پاناما یوه بېړۍ چې په غیر قانوني توګه‌یې تېل لیږدول، ضبط کړي دي.

له دې مخکې ایران تورن شوی چې پر دې هېواد د امریکا له‌خوا له لګول شویو بندیزونو څخه د ځان تېر ایستلو لپاره د تېل وړونکو بېړیو د رادار سیستمونه غیر فعال کوي.

د اندونیزیا د سمندري چارو د امنیت ادارې نن وویل چې د اومه تېلو دغه سترې لېږدونکې کښتۍ یې چې پر یوې د ایران بیرغ او پر بلې د پاناما بیرغ رپېده، یوه ورځ مخکې د کالمانتان ولایت په سواحلو کې ضبط کړي.

دې ادارې ویلي چې په دې اړه پلټنه پیل شوې. د دغو کښتیو ۶۱ عمله هم نیول شوې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده په تهران کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د اندونیزیا له چارواکو یې غوښتي دي چې د ضبط شویو کښتیو په اړه ورسره نور جزئیات شریک کړي.