د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، د طالبانو د مذاکراتي ډلې غړي خپلواکي نهلري.
حمد الله محب پرون د هوايي ځواکونو په قول اردو کې د وینا پر مهال وویل، د طالبانو د مذاکراتي ډلې د دغو غړو کورنۍ د ځینو هېوادونو لهخوا برمته شوي دي.
ښاغلی محب زیاتوي: "دا شی یې واضح کړ چې دوی خپل استقلالیت نهلري. محاصره دي او ګروګان نیول شوي دي. د دوی فامیلونه په پردي مملکت کې اوسېږي. هغه هېواد دوی ته لارښوونه کوي چې دلته ترورېستي اعمال او اقدامات وکړي."
د ملي امنیت سلاکار وايي، په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي ډلې هر غړی جلا جلا غوښتنې مطرح کوي.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر او یا د مذاکره کوونکي پلاوي غړو تر اوسه د ښاغلي محب د تازه څرګندونو په اړه څه نهدي ویلي.
په قطر کې د مذاکرو د دوهم پړاو خبرو ۲۰ ورځې کېږي، خو تر اوسه په دغو مذاکرو کې د کوم ځانګړي پرمختګ خبر نهدی ورکړل شوی.