ملګرو ملتونو خپلو کارکوونکو ته اطلاع ورکړې چې په پاکستان کې د راجستر شویو هوايي شرکتونو په الوتکو کې دې سفرونه نهکوي.
دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې اندېښنې شته د پاکستان د هوايي شرکت ځیني پیلوټان ښايي د الوتنو پر شرایطو برابر نهوي.
د ملګرو ملتونو د امنیتي مدیریت ادارې په هغه یادښت کې چې د شنبې په ورځ پاکستاني رسنیو ته هم یوه کاپي په لاس ورغلې ویلي: "د پیلوټانو د مشکوکو جوازونو په اړه د روانې څېړنې له کبله په پاکستان کې راجستر شویو الوتکو کې د سفر لپاره د احتیاط سپارښتنه کېږي."
دا لا معلومه نهده چې ملګرو ملتونو دغه اطلاعیه کله خپلو کارکوونو ته خپره کړې ده.
پاکستان په جون میاشت کې اعلان وکړ چې د ۲۶۲ پیلوټانو دندې یې تر پلټنې وروسته ځنډولې دي.
دا پرېکړه په مې میاشت کې د یوې الوتکې تر نسکورېدو وروسته وشوه چې په نتیجه کې یې ۹۷ کسان مړه شول.