یو روسی پولیس افسر د ناوالني په پلوۍ له پیغام خپرولو وروسته له دندې وشړل شو

ارشیف، په روسیه کې د مظاهرو پر مهال مېشت پولیس

د روسیې یو پولیس افسر وروسته له هغې له دندې وشړل شو چې د کرملېن د توقیف شوي منتقد الکسي ناوالني په پلوي یې په ټولنیزو شبکو کې لنډ وېډیويي پیغام خپور کړ.

د روسلان اګیبالوف په نوم دغه پولیس، ناوالني او نور نیول شوي کسان "سیاسي بندیان" بللي وو.

اګیبالوف د مسکو د جنوب لوېدیځ په ۴۶۰ کیلومترۍ کې په دنده بوخت و چې تېره جمعه په یوټیوب کې د وېډیو تر خپرېدو څه کم یو ساعت وروسته له دندې وشړل شو.

تر دې یوه ورځ مخکې، د پنجشنبې په ورځ په روسیه کې په ملي سطحه د ناوالني په پلوي مظاهرې روانې وې.

ناوالني چې په جرمني کې یې درملنه کېده، تېره اوونۍ له ستنېدو سره سم د مسکو په هوايي ډګر کې تر نیول کېدو وروسته توقیف شو.