د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا یونېسف وايي په جګړهځپلې سوریه کې تر نیمايي زیات ماشومان له زدهکړو بېبرخې دي.
یونېسف پرون یکشنبه وویل، یو پر درېیمه برخه ښوونځي یا ویجاړ شوي یا هم د جنګیالیو لهخوا د جنګي اهدافو لپاره کارول کېږي.
یونېسف وايي، په سوریه کې چې له نږدې ۱۰ کلونو راهیسې جګړه روانه ده دوه ملیونه او ۴۰۰ زره ماشومان له ښوونځيو بېبرخې دي.
د اسوشیټډ پرس اژانس په حواله، له ۲۰۱۱م کال راهیسې د سوریې په جګړه کې تر درې لکه او ۸۷ زرو ډېر کسان وژل شوي او په لکهاوو نور بېځایه شوي دي.