د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د ایرلنډ پر وړاندې دوهمه لوبه هم وګټله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د ایرلنډ په وړاندې دوهمه لوبه هم وګټله.

د یکشنبې په لوبه کې د ابوظبي په شیخ زاید سټډیوم کې وشوه افغان لوبغاړو د ایرلنډ ۲۶۰ منډې هدف په ۴۵ اوور کې پوره کړ.

د لوبې غوره لوبغاړی رحمت شاه و چې ۱۰۳ منډې یې جوړې کړې.

هغه وویل: "واقعاً څه پلان چې ما ته کوم پلان د روزونکي او کپټان له خوا راکړل شوی و چې خپله طبیعي لوبه به کوې ما ته توپ ډېر ښه جوړېده. خپل شاټونه مې نه دي درولي، کامیابه شوم او سلیزه مې ووهله. هر ټیم دا غواړي چې نړیوال جام ته ووځي موږ هم انشاالله کوښښ کوو څومره نورې لوبې چې زموږ پاتې دي هغه هم وګټو او نړیوال جام ته لار پیدا کړو."

د بالرانو په برخه کې هم نوین الحق څلور ویکټې، مجیب الرحمن دری او ګلبدین او راشد یوه یوه وېکټه واخیسته.

د دې لوبې په بریا سره افغان ټیم د ایرلنډ په وړاندې د دریو لوبو لړۍ که څه هم وروستۍ یوه دوه ورځې وروسته کېږي وګټله.

د افغانستان او ایرلنډ دا لوبې د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام د سوپرلیګ په لړ کې دي چې د هرې لوبې بریا په نړیوال جدول کې ګټونکي ته لس نمرې ور زیاتوي.