۲۱ تنه افغانان د دوبۍ له زندانونو ازاد او نن کابل ته ورسېدل.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا خبره په یوه اعلامیه کې کړې ده.
د اعلامیې له مخې د افغانستان دا اتباع په دوبۍ کې د افغان جنرل کونسلګرۍ په هڅه او د متحده عرب اماراتو د عدلي او قضايي ارګانونو په همکارۍ خوشې شول.
اعلامیه زیاتوي چې په وروستیو څو میاشتو کې ۲۱۰ تنه افغانان د دوبۍ له زندانونو خلاص او هېواد ته رالېږل شوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې نه دي لیکلي چې دا افغانانو په کومو جرمونو بندیان و.