د بشري حقونو فعالې کريمې بلوڅ مړی بلوچستان ته لېږدول شوی

د کریمي بلوڅ تصویر پر یوه اعتراضیه پاڼه "بلوڅان ان په کاناډا کې هم په امن کې نه‌دي"

د بشري حقونو فعالې، کريمې بلوڅ مړی بلوچستان ته لېږدول شوی او د تربت په تومپ کلي کې به خاورو ته سپارل کېږي.

د هغې ورور سمیر بلوڅ نن د ازادي راډيو ته وويل چې ځايي چارواکو د دوی په کلي کې ګرځبندیز لګولی او خلک نه‌پرېږدي چې تر جنازې وروسته په پلان شوې مظاهره کې برخه واخلي.

د پاکستان امنيتي ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ويلي.

کريمه بلوڅ د پاکستان پر پوځ د نيوکو لپاره پېژندل کېده.

هغه د کاناډا په تورانتو کې د ډسېمبر په ۲۰مه لادرکه او يوه ورځ ورسته‌یې مړی د يو سيند سره په خوا کې وموندل شو.

پولیسو رسنيو ته په لېږلو بيانونو کې ويلي چې د هغې مرګ جرمي اړخ نه‌لري، خو د هغې کورنۍ ويلي نوموړې ته له پاکستانه ګواښونه کېدل.

د دوی په وینا، له همدې وجې یې په کاناډا کې سياسي پناه اخیستې وه، نو ځکه بايد پوره پلټنې وشي.

د بخښنې نړیوال سازمان، د پاکستان بشري حقونو کمېسیون، بلوڅ ملت‌پالو او پښتون ژغورنې غورځنګ د بلوڅانو د حقونو فعالې کریمې بلوڅ پر مړینه خواشیني څرګنده کړې وه او د دې پېښې د پلټنو غوښتنه‌یې کړې ده.