واشنګټن: مسکو دې نیول شوي مظاهره کوونکي او خبریالان خوشې کړي

روسیه کې مظاهرې او د پولیسو اخ‌وډب

واشنګټن له مسکوه وغوښتل چې نیول شوي مظاهره کوونکي او خبریالان خوشې کړي.

روسیه کې د پرونیو مظاهرو پر مهال چې د کرملېن د مخالف الکسي ناوالني د خوشې کېدو په هدف ترسره شوې، څه باندې دوه زره کسان ونیول شول.

واشنګټن له مظاهره‌چیانو سره د دوی په وینا د پولیسو تاوتریخجن چلند غندلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، نیول شوي هغه کسان دي چې د مظاهرو لپاره‌یې له خپلو بنسټیزو حقونو نه استفاده کوله.

اروپایي ټولنې هم په روسیه کې د مظاهره کوونکو نیول غندلي دي.

د دغې ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل ویلي، په روسیه کې د مظاهره کوونکو پر پراخې نیونې او له هغوی سره په شوي زورزیاتي خواشینی دی.