روسي پوليسو د لاريون پر مهال د ناوالني مېرمن نیولې

معترضان در روسیه

د روسیې د اپوزیسیون مشر الکسي ناوالني وايي پولیسو یې مېرمن په مسکو کې د مظاهرو پر مهال نیولې ده.

ناوالنې د پولیسو له توقیفځایه د ټولنیزو شبکو په یوه پوست کې ویلي، چې مېرمن یې یولیا ناوالنایا نن د هغو مظاهرو پر مهال ونیول شوه، چې په زرګونو کسان کې په راغونډ شوي وو.

مظاهره چیانو له توقیف نه د ناوالني د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

الکسي ناوالني چې له څه مودې یې په جرمني کې درملنه روانه وه، تېره اوونۍ مسکو ته له رسېدو سره سم ونیول شو.

د روسیې پولیسو په مسکو او لسګونو نورو ښارونو کې مظاهرې غیرقانوني بللي او په سلګونو کسان یې نیولي دي.