د ایران د رهبر ایت اله علي خامنه اي په ویبپانه کې د خبرداري له متن سره، د داسې سړي عکس خپور شوی، چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته یې څېره ورته ده.
په دې عکس کې دا سړی په ګلف لوبه بوخت ښکاري، چې یوې بې پېلوټه الوتکې په نښه کړی دی.
دا ظاهراً د ایراني جنرال قاسم سلیماني د وژنې په تړاو د غچ اخیستو د ګواښ پیغام ورکوي.
د خامنه اي د ویبپاڼې په یادښت کې راغلي: "قاتلان او د قتلونو امر ورکوونکي باید پوه شي، غچ چې هره شېبه ممکن دی."
دا عکس د اول وار لپاره د ټویټر په یوه فارسي پیغام کې خپور شو، چې د خامنه اي د ویبپاڼې لینک هم ورسره مل و، خو ټویټر پرون دغه مطلب وتاړه او ویې ویل دا حساب جعلي و.
د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې زیات شو، چې ډونالډ ټرمپ درې کاله مخکې له اټومي تړون څخه د وتلو او پر ایران بېرته د بندیزونو لګولو اعلان وکړ.