د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر سعودي چارواکو سره پر سوداګرۍ وغږېد

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او د سعودي عربستان د سوداګرۍ وزیر د همکاریو پر پراختیا هوکړه وکړه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د سعودي عربستان د سوداګرۍ له وزیر سره د سوداګریزو، پانګونې او پراختیایي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړي.

محمد حنیف اتمر په ریاض کې د درې ورځني سفر په لړ کې د سوداګرۍ له وزیر له ډاکټر ماجد بن عبدالله القصبی سره د سعودي عربستان له خوا د افغان کارګرو پر ګمارنې هم بحث وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه (د سلواغې ۴مه) په یوه اعلامیه کې وویل، په دې کتنه کې سعودي عربستان ته د افغانستان د عمده صادراتو لپاره د ټرانسپورټي کرښو پر پراختیا هم بحث وشو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په جلا اعلامیه کې ویلي چې ښاغلي اتمر د خلیج د همکارۍ شورا له مشر نایف بن فلاح الحجرف سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو تفاهملیک لاسلیک کړ.