د ناروې لومړۍ وزیرې افغانستان کې پر تاوتریخوالي اندېښنه وښوده

جمهوررئیس غني او د ناروې لومړۍ وزیرې ټلیفوني خبرې وکړې

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د ناروې صدارعظمې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په خبرو کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه وښوده.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند، دواخان مینه پال نن شنبه (د سلواغې ۴مه) ازادي راډیو ته وویل، محمد اشرف غني او ایرنا سولبرګ تېر ماښام ټیلیفوني خبرې وکړې: "د ناروې لومړۍ وزیرې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه وښوده. دواړو لوریو د دایمي اوربند پر اړتیا چې د افغانستان د اکثریت خلکو غوښتنه ده، ټینګار وکړ."

د ناروې صدراعظمه پر دغو مسایلو په داسې حال کې له ولسمشر غني سره خبرې کوي چې په قطر کې د دولت او طالبانو مذاکره کوونکي په مذاکرو بوخت دی.

د دولت د مذاکراتي پلاوي غړو ویلي چې په دغو مذاکرو کې به د دایمي اوربند پر موضوع بحث وکړي.