د کرونا ویروس نوېو ډولونو د دې ویروس د خپرېدو د لا ډېر خطر په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.
روغتیایي متخصصینو په ځانګړي ډول په بریتانیا، جنوبي افریقا او برازیل کې د دې ویروس د نوېو بڼو په اړ اندېښنې ښودلي چې اوس د نړۍ نورو هېوادونو ته هم رسیدلي دي.
انګېرنه دا ده چې د کرونا ویروس ټولې درې، نوي ډولونه تر لومړني ویروس ډېر د خپرېدو وړتیا لري، دا په دې مانا چې دا چټک خپرېدا به روغتونونه او د روغتیا پالنې سیستمونه له سختیو سره مخامخ کړي.
روغتیایي چارواکو د ویروس د هغې بڼې په اړه چې په بریتانیا کې وپېژندل شوه، ویلي و چې ډېره خطرناکه نه ده، خو پرون د بریتانیا متخصصینو وویل چې شواهد ښیې دا نوې بڼه ویروس د ځینو ډلو لپاره تر پخواني ویروس ۳۰ تر ۴۰ سلنه ډېر وژونکی وي.