په زابل ولایت کې د ملي اردو یوه مسوول د ۷ تنه وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا وکړه.
د زابل د دویمې پلې لېوا قوماندان سید بابا منصوري نن شنبه (د سلواغې ۳مه) سهار ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه ځینو وسله والو طالبانو په شاه جوی ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه پلان کړي وو چې ورباندې حمله وشوه.
ښاغلي منصوري زیاته کړه: "تېره شپه درې بجې شا او خوا طالبانو غوښتل د شاه جوی ولسوالۍ پر امنیتي پوستو حملې وکړي، خوشبختانه په دې حمله کې یې ۷ کسان وژل شوي او ۵ تنه ټپیان دي."
وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه تبصره نه ده کړې.