د پېښور پوهنتون لسګونه محصلینو لاریون کړی

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په پېښور کې د پوهنتون لسګونه محصلینو د حضوري امتحانونو د پرېکړې پر ضد لاریون وکړ.

دوی وايي، د کرونا وبا په خاطر یې ټول درسونه انلاین و، نو ازموینې دې هم انلاین واخېستل شي.

د مظاهره کوونکو له ډلې فرهین د ازادې اروپا/مشال راډیو ته وویل: "څو پورې چې دوی زموږ غوښتنه نه وي منلي او انلاین ازموینه وانه خلي له خپلو غوښتنو نه تېرېږو. موږ څه ناجایزه غوښتنه نه کوو موږ دا غواړو چې زموږ ازموینې دې هم انلاین واخېستل شي."

لاریون له پېښور پرېس کلبه د خېبر پښتونخوا تر اسمبلۍ پورې وشو.

مظاهره کوونکو ویل چې حضوري امتحانونه به یې په وروستیو عمومي نومرو یا 'جي.پي.اې' ناوړه اغېز وکړي.