د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان خپل افغان سیال حمدالله محب ته ویلي چې متحد ایالتونه د امریکا – طالبانو د تړون د بیاکتنې نیت لري.
د امریکا د ملي امنیت شورا بېګاه په یوه اعلامیه کې دا خبره کړې ده.
اعلامیه زیاتوي ښاغلي سولیوان ویلي، د امریکا – طالبانو د ۲۰۲۰میلادي کال د فبروري د تړون په بیا کتنه کې به وارزول شي چې طالبان له ترهګرو ډلو سره د اړیکو د پرې کولو، په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو او له افغان حکومت او نورو خواوو سره د با مفهومه خبرو د پیل په اړه په خپلو ژمنو ولاړ دي که څنګه؟
د اعلامیې له مخې د جمعې (د سلواغې ۳مه) ورځې په دې ټیلیفوني مکالمه کې ښاغلي سولیووان ډاډ ورکړ چې امریکا د افغان سولې له پروسې او هغو رغنده سیمه ییزو ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ کوي چې سیاسي جوړجاړي او دایمي اوربند ته د دواړو خواو په رسېدو کې مرسته کوي.
په دې اړه نور: د جو بایډن حکومت غواړي د امریکا-طالبانو هوکړه له سره وارزويد امریکا د ملي امنیت سلاکار د سولې د پروسې د برخې په توګه د افغان مېرمنو، نجونو او لږکیو ډلو د فوق العاده لاسته راوړنو له خوندیتوبه دا مریکا د ملاتړ ډاډ وښود.