سعودي د افغان جګړې د پای لپاره د اسلامي نړۍ د علماوو ونډه حیاتي بللې

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان ال سعود له افغان سیال محمد حنیف اتمر سره

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، سعودي عربستان په افغانستان کې د سولې او پرمختګ د بهیر ملاتړ کوي.

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن جمعه (د سلواغې ۳مه) خپره شوه ویلي چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان ال سعود له خپل افغان سیال حنیف اتمر سره په کتنه کې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو او د سیاسي حل لارې د موندلو په برخه کې د اسلامي نړۍ د علماوو ونډه حیاتي بللې.

ښاغلي فیصل ویلي چې ترورېزم او افراطیت ګډ ګواښ دی او له هغه سره مبارزه هم ګډ کار غواړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه د ښاغلي اتمر له قوله لیکي وايي، افغان ولسمشر اشرف غني له سعودي عربستان سره د سیاسي او اقتصادي همکاریو د یوه نوي څپرکي پرانېستل غواړي.

ښاغلی اتمر او ورسره پلاوی د سې شنبې په ورځ د یوه درې ورځني سفر په مخه ریاض ته ورسېدل او پرون یې د سفر وروستۍ ورځ وه.