د غزني چارواکي وايي، د دې ولایت په مرکز کې په یوه هوايي برید کې ۷ طالبان وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده نن جمعه (د سلواغې ۳مه) ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو پرون پنجشنبې(د سلواغې ۲مه) د غزني د مرکز په ناني سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستو د برید پلان لاره، خو دا پلان یې شنډ شو.
ښاغلي جمعه زاده زیاته کړه: "مخالفینو غوښتل په ناني سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو پر بېزونو حملې وکړي. له نېکه مرغه د افغان ځواکونو او هوايي ځواک له کلک مقاومت سره مخامخ شول. په دې ترڅ کې د یوه سرګروپ په ګډون ۷ وسله وال وژل شوي او یو تن یې ټپي دی."
طالبانو د دې عملیاتو په اړه تراوسه تبصره نه ده کړې.