کورنیو چارو وزارت: غزني کې تر ۳۰ ټنه ډېر بنګ ونيول شول

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارین

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، افغان پولیسو په غزني ولايت کې تر دېرش ټنه ډېر بنګ ونيول.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارین ازادي راډيو وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د دې ولايت په مرکز ارباب کلي کې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې (۳۱) ټنه بنګ نيول شوي دي. دا بنګ د دې لپاره غزني ولایت ته راوړل شوي وو چې بزګرو ته ورکړل شي.

د دې موادو د ساتلو په تور تر اوسه پورې څوک نه دي نيول شوي.